لَا تَجْعَلْ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَخْذُولًا
مه جوړوه اللّه تعالٰی سره حق دار د بندگئ بل پس ناست به پاتی شی بدوئیلی شوی شرمیدلی -
ددی آیت نه شروع کیږی ذکر دهغه دریو څیزونو چه په هغی سره عذاب دفع کیږی اودا امور سبب دحصول ددرجاتو دآخرت دی چه اول په هغی کښی دشرک نه بچ کیدل دی اوپه دی کښی منع ده دشرک فی الالوهیت نه (مَذْمُومًا) هغه چاته وئیلی کیږی چه دهغه بدئ او عیبونه وئیلی کیدی شی او (مَخْذُولًا) هغه چاته وائی چه دضرورت په وخت کښی دهغه دوست او مددگار نه وی نومشرک به په ورځ دقیامت په داسی حال کښی شی چه نه به ئی اللّه تعالٰی مدد کوی اونه ددوی معبودان او (فَتَقْعُدَ) دلالت کوی چه دا حال به د دده همیشه وی ځکه چه قعود دلالت کوی په مضبوطوالی اودارنگ اشاره ده چه مذموم او مخذول سړی د اوریدلو طاقت نه لری -