الإسراء ۲۱

انْظُرْ كَيْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَلَلْآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ وَأَكْبَرُ تَفْضِيلًا

اوگوره چه څرنگ غوره والی ورکړی دی مونږ بعضو دوی لره په بعضو باندی او خامخا آخرت ډیر لویو درجو والا دی او ډیر لوی فضیلت والا دی -

په دی آیت کښی ذکردی ددی خبری چه عطاء د اللّه تعالٰی په دنیا کښی په طریقه دمساوات سره نه ده بلکه په طریقه د فرق سره ده (وَلَلْآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ) په دی کښی اشاره ده چه ددنیا ترقی طلب کول نه دی په کار بلکه طلب د آخرت په کار دی - او أَكْبَرُ اسم تفضیل کښی اشاره ده چه په دنیاکښی هم تفاوت شته لیکن تفاوت دآخرت ډیرزیات دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل