الإسراء ۲۵

رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ إِنْ تَكُونُوا صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلْأَوَّابِينَ غَفُورًا

رب ستاسو ښه پوهه دی په هغه څه چه ستاسو په زړونوکښی دی که تاسوپه زړه کښی اخلاص مند یئ نویقیناً اللّه تعالٰی دی توبه کؤونکوته بخنه کؤونکی -

په دی کښی اشاره ده صحیح کولو دنیت ته په احسان د موراوپلارکښی (صَالِحِينَ) نه مراد اخلاص کوونکی دنیت دی په احسان دوالدینوکښی (فَإِنَّهُ كَانَ لِلْأَوَّابِينَ غَفُورًا) په دی کښی اشاره دی خبری ته چه دا دواړه صفتونه چه صالحین او اوابین دی ددوی یوبل سره ملازمه ده - أَوَّاب هغه چاته وائی چه دگناه نه توبه اوباسی اوبیا کله چه گناه یادوی نواستغفاروائي -
فائده: حدیث صحیح کښی راغلی دی چه صلٰوة الاوابین په هغه وخت کښی دی چه ځمکه په نمرباندی داسی گرمه شی چه داوښانودبچو خپی سوزوی اوهغه وخت د ضحیٰ دی - اودا خبره مشهوره ده په عاموخلقو کښی چه صلٰوة الاوابین دماښام په وخت کښی نفل کول دی نودا خبره غلطه ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل