مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاءُ لِمَنْ نُرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلَاهَا مَذْمُومًا مَدْحُورًا
څوک چه غواړی دنیا (په بدله دعمل خپل کښی) نوورکړو مونږده لره په دی دنیا کښی څومره چه اوغواړو دچا دپاره چه مونږ اوغواړو بیا مقرر کړی دی مونږ دده دپاره جهنم داخل به شی ورته بد وئیلی شوی رټلی شوی -
په دی آیت کښی تخویف اخروی دی هغه چالره چه دین ذریعه گرځوی دپاره ددنیا اوقصد نه کوی په هغی سره رضا د اللّه تعالٰی او (مَا نَشَاءُ) دلیل دی چه ددغه انسان ټولی تمناگانی نه حاصلیږی (لِمَنْ نُرِيدُ) په دی کښی اشاره ده چه هرطلبگار ددنیا ته هم دنیا نه حاصلیږی هرڅه د اللّه تعالٰی په مشیت او ارادی باندی موقوف دی او دارنگ دسورة شوریٰ په (۲۰) کښی دی لیکن هغه مطلق مقید دی په سبب ددی آیت سره -