الإسراء ۱۷

وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنَ الْقُرُونِ مِنْ بَعْدِ نُوحٍ وَكَفَى بِرَبِّكَ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا

او ډیر هلاک کړی دی مونږ پیړئ‌ روستو دنوح علیه السلام نه اوپوره دی ستارب په گناهونو دبندگانوخپلوباندی خبردارلیدونکی -

په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی په ذکرداقوامو مکذبوسره (مِنْ بَعْدِ نُوحٍ) لفظ ئی ددی وجی نه اوئیلو چه ذکر دقوم نوح ته په آیت (۳) کښی اشاره تیره شوی ده (مِنْ بَعْدِ نُوحٍ) کښی اشاره ده چه د آدم علیه السلام نه تر نوح علیه السلام پوری خلق په توحید باندی وؤ ددی وجی نه په هغوی باندی عذاب نه دی راغلی - (خَبِيرًا) هغه ذات چه عالم وی دڅیزونو په باطن اورازونوباندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل