وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا
اوکله چه اوغواړو مونږ چه هلاک کړو یو کلی نوحکم اوکړو عیش پرستو دهغی کلی ته (دتوحید) پس نافرمانی اوکړی په هغی کښی پس پوره شی په هغوی باندی فیصله دعذاب توتباه کړو مونږ هغی لره په لوئ تباهی سره -
په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی اودا تفصیل دتیرشوی آیت دی یعنی هرکله چه اللّه تعالٰی اراده د اهلاک دیو قوم اوکړی نودرسولانوپه واسطه سره دهغی مالدارانوته امردتوحید او دطاعت اوکړی لیکن هغوی مخالفت اوکړی نوعذاب پری راشی - نواشاره شوه چه هرڅه د اللّه تعالٰی په ارادی سره کیږی لیکن اللّه تعالٰی هغی له سبب هم جوړوی نود امرنا معنیٰ داشوه چه امرنا بهم بالتوحید والطاعة - یا (امرنا) معنیٰ ډیرول دی یعنی ډیرکړو مونږ مالدارانو لره یعنی دهغوی مالونه وغیره په طور داستدراج سره ډیرشی ځکه چه ژبه د عربوکښی کله امر په معنیٰ د کثُر سره راځی اودا دابن عباس او ابن مسعود رضی اللّه عنهم نه روایت دی - (فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا) تدمیرا اکثر په هغی کښی استعمالیږی چه هلاکت په یو قوم باندی په یوځای راشی او تتبیر عام دی که لږلږ عذاب وی اوکه په یوځای وی -