وَمَنْ أَرَادَ الْآخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُمْ مَشْكُورًا
او څوک چه غواړی آخرت اوکوشش کوی هغی لره کوشش خپل اودی مؤمن وی پس دغه خلق ددوی کوشش قبول کړی شوی دی -
په دی آیت کښی بشارت دی، او (سَعْيَهَا) ددی نه مراد هغه عمل دی چه دسنت سره موافق وی دارنگ ابن کثیرذکر کړی دی دا آیت دلیل دی په دی خبره چه دعمل دقبولیت دپاره دوه شرطونه دی یوایمان اودوهم عمل موافق دسنت (مَشْكُورًا) قبلول دعمل دی په داسی طریقه چه دهغی برکات په دنیا کښی هم ښکاریږی اوپه آخرت کښی هم -