وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِتَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ وَكُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلًا
او گرځولی دی مونږ شپه او ورځ دوه دلیلونه د توحید پس کمه کړی ده مونږ نښه دشپی او گرځولی ده مونږ نښه د ورځ رنړاوالا دپاره ددی چه طلب کړئ فضل درب دطرف نه او دی دپاره چه اوپیژنئ شمار دکلونو اوحساب لره او هر (ضروری) شی واضح کړی دی مونږپه پوره وضاحت سره -
دا دلیل عقلی متعلق دی ددعویٰ دتوحید سره او زجر دی چه انسان عجلت کوی لیکن په کار دی چه په دی آیتونو (لیل او نهار) کښی فکراوکړی (آيَتَيْنِ) یعنی شپه او ورځ د اللّه تعالٰی دقدرت او اود توحید دوه دلیلونه دی - او روستو ایة اللیل او ایة النهار کښی اضافت بیانیه دی - یا مراد ایتین نه شمس و قمردی تقدیر دآیت دادی (و جَعَلنااللّیل او النهار ایتین) یعنی پیدا کړی دی مونږ دشپی او د ورځی دپاره دوه علامتونه جدا جدا نوپه اوله توجیه باندی د محو نه مراد تیاره دشپی ده او بنا په دوهمه توجیه دمحو نه مراد تور داغ دی په سپوږمئ کښی (لِتَبْتَغُوا) دا متعلق دی دشپی او ورځ دواړو سره او متعلق دشپی پټ دی لکه په سورة قصص (۷۳) کښی دی - آیت کښی دلیل دی چه حساب کول په نمرسره جائز دی لیکن په هلال سره حساب کول فرض کفائی دی (وَالْحِسَابَ) ددی نه مراد حساب دورځو او د هفتو او دمیاشتو دی او (فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلًا) داسی دی لکة تبیاناً لِکُل شَیٍ مراد ترینه ضروریات ددین دی چه په قرآن کریم کښی ذکرشوی دی - یامراد دادی چه په خارج کښی څیزونه دفائدو اخستلو اللّه تعالٰی جدا جدا پیدا کړی دی -