الإسراء ۱۱

وَيَدْعُ الْإِنْسَانُ بِالشَّرِّ دُعَاءَهُ بِالْخَيْرِ وَكَانَ الْإِنْسَانُ عَجُولًا

او غواړی انسان بدئ لره په شان دغوښتلو دخیر او دی انسان تلوار گندی -

په دی آیت کښی زجر دی په استعجال دعذاب سره یعنی دقرآن نه هدایت اخستل په کار دی لیکن دهغه په مقابله کښی دعاءِ شرشروع کړله لکه په سورة انفال (۳۲) کښی (دُعَاءَهُ بِالْخَيْرِ) لکه په سورة حم سجده (۴۹) کښی اوسورة روم (۳۳) کښی (وَكَانَ الْإِنْسَانُ عَجُولًا) یعنی فطری طور سره انسان په هرکار کښی تلوار کوی لکه سورة انیباء (۳۷) کښی دی یادا معنیٰ ده چه انسان دنیا فانی غوره کوی چه عاجله ده په آخرت باندی چه آجل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل