الإسراء ۱۳

وَكُلَّ إِنْسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنْشُورًا

اوهر انسان لره لازم کړی دی مونږ عمل دهغه په غاړه دهغه کښی اورا اوباسو به ده لره دقیامت په ورځ یو کتاب چه مخامخ به شی ورسره خوراور -

په دی کښی تخویف اخروی دی او (طَائِرَهُ) طائر په معنیٰ دعمل سره دی که خیروی او که شروی که دشپی کوی یا دورځی نود مخکښی آیت سره ربط راغی - یعنی هرانسان مکلف سره هغه عمل دی چه کړی ئی وی نودده په غاړه دی یعنی ده لره په دهغی جزاسزا ضرور ورکولی کیدی شی - یاطائرپه معنیٰ د قسمة دی یعنی سعادت او شقاوت یعنی دتقدیرپه وجی سره هرانسان سره سعادت او شقاوت لازم دی او (فِي عُنُقِهِ) په عرف کښی ذکرکیږی دپاره دلزوم اود ذمه دارئ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل