الإسراء ۸

عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يَرْحَمَكُمْ وَإِنْ عُدْتُمْ عُدْنَا وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيرًا

نزدی ده چه رب ستاسو رحم اوکړی په تاسوباندی اوکه تاسو اوگرځیدلی (فسادته) اوبه گرځؤو مونږ (ستاسوسزاته) او مقرر کړی دی مونږ جهنم د کافرانو دپاره جیلخانه -

په دی آیت کښی په لفظ د یرحمکم کښی اشاره ده بعث د نبی ﷺ ته (وَإِنْ عُدْتُمْ عُدْنَا) په دی کښی اشاره ده چه هرکله دوی د آخری رسول نه مخالفت اوکړو نو نبی ﷺ بنی نضیر اوشړل او بنوقریظه ئی اکثر اووژل اوبیا د عمر رضی اللّه عنه په زمانه کښی ئی دی جزیرة العرب نه هم اوشړل -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل