الإسراء ۹

إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا

یقیناً دا قرآن خودنه کوی دهغه لاری چه هغه نیغه ده او زیری ورکوی مؤمنانوته هغه کسان چه عملونه کوی برابر دسنت سره چه یقیناً دوی لره ثواب لوئی دی -

دا آیت تعلق لری دعوی دتوحید سره چه (سُبْحَانَ) ده، چه دا مسئله ددی کتاب ده نودا دلیل وحی دی - اوترغیب دی بنی اسرائیلو او عامو انسانانولره قرآن ته اود قرآن حکمت د نزول ئی ذکر کړی دی چه دا هدایت او بشارت او انذار دی (وَأَنَّ الَّذِينَ) نه مخکښی یَنذِریایخبر پټ مراد دی او دا داوړه حکمتونه تفصیلاً دسورة کهف په اول کښی ذکرکړی شوی دی (لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ) اشاره ده چه سبب د فساداتو او ظلمونو کولو انکار دی دآخرت نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل