الإسراء ۷

إِنْ أَحْسَنْتُمْ أَحْسَنْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا

(اوئیل مونږ) که تاسوپه توحید باندی کلک شوئ نوفائده مو، خپل ځان دپاره ده اوکه تاسوبدی کوئ پس خاص به وی ستاسوپه نفسونوپوری پس کله چه راغله نیټه د روستنی فساد (مقرر کړل مونږپه تاسوظالمان) چه وران ویجاړ کړی مخونه ستاسو اوچه داخل شی مسجدونوته لکه چه داخل شوی ؤو اول ځل اوچه تس نس کړی هغه څه چه وس ئی برشی پوره تس نس کول -

د احسان نه مراد دادی که تاسوپه توحید باندی کلک پاتی شئ نودا ستاسوفائده ده (فَلَهَا) معنیٰ داده چه سزا ددی بدئ دی نفس لره خاص ده لام دپاره دتخصیص دی دپاره د نفع نه دی (فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ) په دی کښی اشاره ده چه هرکله دوی د عیسیٰ علیه السلام ددین نه مخالف شول اوشرک ئی اوکړو نو قسطنطین بادشاه په دوی باندی مسلط شو (لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ) معنیٰ داده چه په تاسو باندی نورظالمان مقرر کړل نوعاقبت دا شو چه هغوی داسی ظلمونه اوکړل چه ستاسو مخونه ئی وران کړل یاد وُجُوه نه مراد سرداران او مشران دی چه هغوی ئی ذلیل کړل (وَلِيَدْخُلُوا) نه مراد داخلیدل دی مسجد ته دپاره دشرک کولو دپاره دخرابولو دهغی لفظ د (تَتْبِيرًا) کښی اشاره ده چه ددوی فساد د مخکنوپه نسبت باندی ډیر وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل