النحل ۱۱۹

ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُوا السُّوءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُوا مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا إِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَحِيمٌ

بیایقیناً ستارب هغه کسانولره چه بدکارونه کوی په ناپوهئ سره بیائی توبه اوکړه روستو ددی نه اوعمل ئی کؤو برابر دسنت سره یقیناً ستارب روستو ددی نه بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی -

په دی آیت کښی ترغیب دی توبه کولوته (عَمِلُوا السُّوءَ) هرگناه ته شامل دی او (بِجَهَالَةٍ) اشاره ده چه هرگناه کوؤنکی په وخت د گناه کولو کښی جاهل وی یعنی په دغه وخت کښی دگناه دعاقبت نه ناخبروی (مِنْ بَعْدِهَا) ضمیرپه تاویل دخصلت سره توبی او اصلاح ته راجع دی - په دی کښی اشاره ده چه دتوبی سره عمل صالح یوځای وی مغفرت اورحمت دواړه حاصلیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل