النحل ۱۱۸

وَعَلَى الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِنْ قَبْلُ وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

اوپه هغه کسانوباندی چه یهودیان دی حرام کړی دی مونږ هغه څه چه بیان کړی دی مونږ په تاباندی پخوا ددی نه اوظلم نه دی کړی مونږپه دوی باندی لیکن دوی په خپلو ځانونو باندی ظلم کوی -

په دی آیت کښی بیان دخاص تحریم دی په یهودوباندی اومقصود په کښی تخویف دی یعنی لکه چه دهغوی بغی سبب دتحریم دنعمتونوشوه نو که تاسو بغی اوکړئ نو اللّه تعالٰی به په تاسوباندی هم نعمتونه حرام او منع کړی دی اوددی آیت تشریح په سورة انعام (۱۴۶) اوسورة نساء (۱۶۰) کښی تیره شوی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل