النحل ۱۲۰

إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ

یقیناً ابراهیم علیه السلام ؤو پیشوا (دین بیانؤونکی) تابعدار د اللّه تعالٰی پوخ مؤحد اونه ؤو دی دمشرکانو دډلی نه -

په دی کښی دلیل نقلی دابراهیم علیه السلام نه ذکر کوی دپاره درد په ټولو مشرکانو، اوتخصیص د ابراهیم علیه السلام په دی وجه اوکړو چه نیکه وو دمشرکانودمکه اودیهود او دنصاریٰ ، اودارنگ مشرکانوبه دعویٰ کوله چه مونږپه ملت ابراهیم علیه السلام باندی یو نوپه ذکردابراهیم علیه السلام سره ئی په هغوی باندی رد اوکړو چه هغه خو مشرک نه وو بیا په دی آیتونوکښی دابراهیم علیه السلام پنځه اوصاف ذکرکړی شوی دی (۱) امة (۲) قانت (۳) حنیف (۴) لم یک من المشرکین (۵) شاکراً لانعمه دامت نه مراد دادی چه یواځی دامت په شان مضبوط وو - یا داچه خودنه کوونکی دخیروو یاداچه امام وو - اوبیا پنځه احوال دابراهیم علیه السلام دی (۱) احتباه (۲) هدا مراد دادی چه صراط المستقیم ته دعوت ورکولو طریقه یا دلیلونه مونږه ده ته خودلی وؤ (۳) اتیناه فی الدنیا حسنة مراد ددی دادی چه انبیاء ددی نه روستو ټول دده په اولاد کښی را ولیږلی شول، یاداچه دده نیک ذکر اوستائینه په روستو خلقو کښی پاتی شوه - او (۴) إِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ اوپنځم حال په روستو آیت کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل