إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
یقیناً حرام کړی دی اللّه تعالٰی په تاسوباندی مرداره او وینه او غوښه دخنزیر او هرهغه شی چه آواز اوکړی شی په هغی باندی د نذر دغیراللّه پس څوک چه ناچاره شو نه ؤو طلب گار دمزی اونه دحد نه تیریدونکی ؤو پس یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی -
په دی آیت کښی رد دی په تحلیل دغیراللّه او نذر دغیراللّه باندی یعنی مشرکینو دا مذکور څیزونه حلال گنړل اوحال دادی چه داحرام په ټولو دینونو کښی دی - تفسیردآیت په سورة بقره کښی تیرشوی دی -