وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلَالٌ وَهَذَا حَرَامٌ لِتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ
اومه وائی هغه څیزته چه بیانوی ئی ژبی ستاسو دروغ چه داشی حلال دی اوداشی حرام دی ددی دپاره چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ یقیناً هغه کسان چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ نه شی بچ کیدلی (دعذاب نه) -
په دی آیت کښی رد دی دمشرکانو په تحلیل او تحریم باندی پس دبیان د حکم دهغی نه په تیرشوو دوو آیتونو کښی یعنی تحلیل اوتحریم بندگانوپه اختیارکښی نه دی - اوپه دی آیت کښی تصریح ده چه څوک دځان نه تحلیل او تحریم کوی نودی په اللّه تعالٰی باندی افتراء کوی او داسی کس د اللّه تعالٰی دعذاب نه نه شی بچ کیدی (لِمَا تَصِفُ) لام اجلیه دی او (هَذَا حَلَالٌ) مقوله ده دقول یا لام شانیه دی یعنی په باره دهغی کښی چه ستاسو ژبی بیانوی (الْكَذِبَ) مفعول د لاتقولوا دی او هذا حلال تفسیردی د الکذب -