فَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا طَيِّبًا وَاشْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ
پس خورئ دهغی نه چه درکړی دی اللّه تعالٰی تاسوته حلال پاک اوشکرکوئ دنعمت د اللّه تعالٰی که تاسو خاص هغه لره بندگی کوئ -
ددی آیت نه تر آخر دسورة پوری اووم باب دی - په دی کښی رد دی په شرک فی التحلیل والتحریم باندی تر (۱۱۷) پوری اوذکر دتحریم قهری دی زجراً په (۱۱۸) کښی، بیا بشارت دی په سبب دتوبه کولو سره په (۱۱۹) کښی بیا دلیل عقلی دی د ابراهیم علیه السلام نه دپاره درد په مشرکینو اودهغه لس اوصاف او احوال ئی ذکرکړی دی د (۱۲۰) تر (۱۲۳) پوری، اوجواب دسوال دی په (۱۲۴) کښی بیاترغیب دی دعوت اوتبلیغ ته په ذکرکولو دپنځو ادابوسره تر آخردسورة پوری په دی (۱۱۴) کښی رد دی په تحریم لغیراللّه باندی اوددی تشریح په سورة بقره او سورة مائده کښی تیره شوی ده اوپه دی کښی تفسیردی دکفران کولو دمشرکینو چه مخکښی آیت کښی ذکرشو لکه نعمتونه د اللّه تعالٰی چه په ځان باندی حرام کړی وو پس امراوکړی شو چه دا حلال اوگنړئ - اوپه دی آیت کښی دلیل دی چه د اللّه تعالٰی حلال منل او شکرکول داهم عبادت دی (وَاشْكُرُوا) هرکله چه دا سورة دنعمتونو سورة دی ددی وجی نه په دی سورة کښی دواشکروا نعمت اللّه ذکر ئي اوکړو -