النحل ۱۱۳

وَلَقَدْ جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِنْهُمْ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ وَهُمْ ظَالِمُونَ

او یقیناً راغلی دی دوی ته رسول ددوی دجنس نه پس دوی هغه ته دروغژن اوئیل پس اونیول دوی لره عذاب اودوی ظالمان وؤ -

په دی آیت کښی ذکر دلوی نعمت دی هغه داچه رسول ئی ددوی دجنس نه اودقوم نه را ولیږلو (فَكَذَّبُوهُ) تفسیردی د فکفرت بانعم اللّه او (فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ) تفسیر دی د فاذاقهاالجوع والخوف (ظَالِمُونَ) نه مراد شرک کول دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل