النحل ۱۰۲

قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِنْ رَبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ آمَنُوا وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ

ته اوایه نازل کړی دی دا قرآن پاک روح د طرف درب ستانه په حق سره ددی دپاره چه کلک کړی مؤمنانولره (په ایمان باندی) اوهدایت دی اوزیری دی دپاره د مسلمانانو -

په دی کښی جواب دتیرشوی اعتراض دی یعنی دا افتراء‌ نه ده بلکه دجبرائیل علیه السلام په واسطه سره اللّه تعالٰی نازل کړی دی اودری فائدی ئی ذکرکړی دی، اوله فائده تثبت او مضبوط والی په دین باندی دقرآن کریم په سبب سره دی - دوهم پوره هدایت دعقیدی اواحکامو اودریم خوشحالی او اطمینان -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل