وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ
اویقیناً پوهیږو مونږ چه بیشکه دوی وائی یقیناً خودلی دی دا قرآن (رسول ته) یو انسان ژبه دهغه کسی چه دوی ورته غلط نسبت کوی عجمی ده اودا قرآن ژبه عربی ده واضحه -
په دی آیت کښی تسلی ده پیغمبرته اوجواب ددوهم اعتراض دمنکرینودی، هغه دادی چه دوی وئیل چه دی نبی ته یوبنده نصرانی تعلیم ورکوی اوهغه زمونږ ددین یعنی شرک نه مخالف دی اوعجمی دی حاصل دجواب دادی چه هغه بنده خوعجمی دی اودا قرآن عربی فصیح بلیغ دی عجمی شخص په دی قدرت نه لری (أَعْجَمِيٌّ) هغه دی چه وضاحت او فصاحت سره خبری نه شی کولی که عربی وی او که غیر عربی وی -