النحل ۱۰۱

وَإِذَا بَدَّلْنَا آيَةً مَكَانَ آيَةٍ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مُفْتَرٍ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

اوکله چه بدل راوړو مونږ یو آیت په ځای دبل آیت باندی او اللّه تعالٰی ښه پوهه دی په هغه څه چه نازلوی ئی دوی وائی یقیناً‌ ته خودروغ جوړونکی ئی بلکه زیات خلق نه پوهیږی -

په دی کښی زجردی منکرینودقرآن ته چه په قرآن باندی اعتراض کوی په باره دنسخ کښی چه دا افتراء او دروغ دی اوبحث دنسخ په تفسیرد سورة بقره کښی تیرشوی دی (وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ) کښی اشاره ده چه نسخ اوتبدیل کښی د اللّه تعالٰی ډیرحکمتونه وی (لَا يَعْلَمُونَ) یعنی دوی دنسخ په حکمتونوباندی علم نه لری اومعلومه شوه چه دا اعتراض کوؤنکی جاهل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل