النحل ۱۰۰

إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُمْ بِهِ مُشْرِكُونَ

یقیناً وس دگمراه کولو دده‌ په هغه کسانو دی چه ده سره دوستانه کوی اوهغه کسان چه په سبب دوسوسودده سره مشرکان دی -

دلته د سلطان نه مراد هغه سلطان خاص دی چه په مخکښی آیت کښی نفی شوی دی (بِهِ مُشْرِكُونَ) ضمیربِهِ اللّه تعالٰی ته راجع دی یعنی د اللّه تعالٰی سره شرک کوی اویا دا ضمیرشیطان ته راجع دی او معنیٰ داچه (بسبب اغوائه) یعنی په سبب دوسوسی دشیطان په شرک کښی اخته شوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل