إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ
یقیناً نیشته ده لره وس دگمراه کولو په هغه چاچه ایمان ئی راوړی دی اوپه خپل رب باندی توکل کوی -
په دی آیت کښی مراد د سُلْطَان نه داسی گناه ته لمسول دی چه هغه نه بخلی کیږی یعنی شرک - یاترینه توبه نه اوباسی لکه بدعات کول اودا نفی دسلطان خاص دی اوداسی په سورة حجر (۴۲) کښی هم دی اوکه سلطان په معنیٰ دزور یا دلیل شی نودهغی نفی عامه ده لکه په سورة ابراهیم (۲۲) کښی -