فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ
پس کله (چه غواړی) ته چه لولی قرآن پس (اول) پناهی اوغواړه په اللّه تعالٰی سره دشیطان رټلی شوی نه -
په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته سره دادب نه وجه دربط داده چه قرآن کښی تذکیردعهد داللّه تعالٰی دی او تعوذباللّه ددی دپاره دی چه دشیطان دوسوسو نه بچاؤ حاصل شی ځکه چه شیطان دقرآن نه منع کول کوی اوانسان ته د تحریف اودغلط تاویل کولووسوسی اچوی اود اللّه تعالٰی دعهد نه ئی غافل کوی (الرَّجِيمِ) چه په هغه باندی په قرآن کښی لعنتونه وئیلی شوی دی اودهغه قبیح احوال ذکردی (فَإِذَا قَرَأْتَ) مراد دقرائت نه اراده دقرائت ده (فَاسْتَعِذْ) امردی په طلب سره او اعوذباللّه وئیل امتثال دحکم دی نوغوره اعوذباللّه وئیل دی -