مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
چاچه عمل کړی دی برابردسنت سره که نارینه وی اوکه زنانه وی اوحال دا چه مؤمن وی پس خامخا ژوند به ورکوم ده ته ژوند دمزی او خامخا بدله ورکؤو دوی ته دثوابونوددوی په عوض دښه کارونوچه دوی کول -
په دی آیت کښی بشارت دی هغه چاته چه په عهد باندی وفا کوی - اوهغی نه په ایمان او عمل صالح سره تعبیرکړی دی (حَيَاةً طَيِّبَةً) غوره قول دادی چه په دی سره هغه ټول نعمتونه مراد دی چه په هغی خوشحالی په دنیا اوآخرت کښی حاصلیږی اوپه دی کښی داخل دی حلال رزق اوقناعت او توفیق دطاعاتو په دنیا کښی اودوهم قول دادی چه مراد ددی نه جنت دی ځکه چه بغیردجنت نه ژوند نه ښائسته کیږی (أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ) تیرشوی آیت کښی جزا دنیوی مراد ده اودلته جزاء اخرویه مراد ده -