مَا عِنْدَكُمْ يَنْفَدُ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ بَاقٍ وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُوا أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
هغه څه چه تاسوسره دی فنا به شی اوهغه څه چه د اللّه تعالٰی سره دی باقی دی اوخامخا بدله ورکؤوم به هغه کسانوته چه صبرئی کړی دی ثوابونه د هغوی په عوض دهغه کارونوچه دوی کول -
په دی کښی علت دی دماقبل (خیر) دپاره - اوپه دی کښی تزهید فی الدنیا دی یعنی د اللّه تعالٰی دعهد اوپه دین باندی مضبوط کیدلوسره چه کوم اوجراوثواب د اللّه تعالٰی طرف نه ملاویږی هغه نه ختمیږی اوددی دنیا مال اوقتدار فنا کیږی - اوپه عهدباندی مضبوط والی ته په دی آیت کښی صبروئیلی شوی دی لفظ احسَنِ ئی ددی وجی نه ذکرکړی دی چه حسن مباح ته وئیلی کیږی اوپه مباح کولوسره اجرنه ملاویږی - اواحسن کښی سنت او واجب اوفرض داخل دی یاد احسن اضافت مایعملون ته اضافت بیانیه دی -