وَلَا تَشْتَرُوا بِعَهْدِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا إِنَّمَا عِنْدَ اللَّهِ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ
اومه اخلئ په بدل دلوظ د اللّه تعالٰی دنیا لږه یقیناً هغه څه چه د اللّه تعالٰی سره دی هغه غوره دی تاسولره که تاسوپوهیږئ -
په دی آیت کښی منع کول دی دنقض دعهد نه ددنیا دمال او جاه په حرص سره یعنی چه حق دین دتوحید او سنت ددنیا دمال او اقتدار دوجی نه مه پریږدئ اودی ته اشتراء هم وائی اوتفصیل ددی اشتراء په سورة بقره (۴۱) کښی ذکرشوی دی او (ثَمَنًا قَلِيلًا) ټول متاع ددنیا ته وئیلی شی لکه په سورة توبه (۳۸) اوسورة نساء (۷۷) کښی دی (إِنَّمَا عِنْدَ اللَّهِ) دا ترغیب دی جنت اوآخرت ته -