النحل ۹۴

وَلَا تَتَّخِذُوا أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُوا السُّوءَ بِمَا صَدَدْتُمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

اومه گرځوئ قسمونه خپل بیکاره په کورنئ خپلی کښی نو اوبه خوئیږی خپی روستو دکلک والی دهغی نه او اوبه څکئ عذاب په وجه ددی چه منع کوئ خلق د دلاری د اللّه تعالٰی نه اوستاسو دپاره عذاب لوی دی -

په دی آیت کښی منع ده دقسم اوعهد ماتولونه هغه چالره چه مقتداوی لکه عالم، پیر، امام وغیره نوتکرارنیشته اودتخصیص وجه داده چه دده په عهد ماتولوسره دده دتابعدارو خپی هم دحق دین نه اوخوئیږی نوهم ضال وی اوهم مضل شی (قَدَمٌ) نه مراد قدمونه دتقلید کوؤنکودی یاقدمونه دهغه مقتدا مراد دی اواوله معنیٰ غوره ده په قرینه دصددتم عن سبیل اللّه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل