وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِنْ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَلَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ
اوکه غوختلی اللّه تعالٰی خامخا گرځولی به ئی وی تاسویوه ډله لیکن بی لاری کوی چاله چه اغواړی اوپه لاری روانوی چاله چه اوغواړی اوخامخاتاسونه به تپوس کیدی شی دهغه عملونو چه تاسوئی کوئ -
هرکله چه تیرشوی آیت کښی اختلاف ذکرکړی شو چه هغه نقض دعهد په وجی سره پیداکیږی نوپه دی آیت کښی ذکرکوی چه دااختلاف هم د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی دارد دی په فرقه قدریه اومتزله باندی یعنی اضلال اوهدایت په اختیارد اللّه تعالٰی کښی دی اودلته اضلال اوهدایت په دی معنیٰ دی چه څوک دعهد نه واړوی اوڅوک په عهدباندی کلک پاتی شی - او (لَتُسْأَلُنَّ) کښی اشاره ده چه انسان مجبورمحض نه دی نودا رد دی په فرقه جبریه باندی -