وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكَاثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ أَنْ تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَى مِنْ أُمَّةٍ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللَّهُ بِهِ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ
اومه کیږئ په شان دهغه زنانه چه سپړدلی ئی وی سپنړسئ خپله روستو دمضبوط والی نه ټکړی ټکړی گرځوئ تاسوقسمونه خپل بی کاره په کورنئ خپله کښی ددی وجی نه چه شته یوه ډله ډیروفائدو والا دبلی ډلی نه یقیناً ارمیښت کوی اللّه تعالٰی په تاسوباندی په دی سره اوخامخا بیان به کړی تاسوته دقیامت په ورځ هغه شی چه تاسوپه هغی کښی اختلاف کوئ -
په دی آیت منع ده د عهد دماتولونه په طریقه دمثال سره ئی ذکرکړی دی اودا عطف دی ولاتنقضوالایمان باندی دمثال حاصل دادی چه یوزنانه وی او جولاگیری (کډئي) کوونکی وی اولیونئ هم وی ځکه چه اودلی شوی تارونه دوباره سپړی اوټکړی کوی نوعهدماتوونکی دهغی په شان دی- نومعلومه شوه چه د اللّه تعالٰی عهدماتوونکی دداسی زنانه په شان بی عقله او بی شعوره دی اوځان ته نقصان رسوؤنکی دی (تَتَّخِذُونَ) په دی کښی همزه داستفهام دپاره زجرپټ دی (دَخَلًا بَيْنَكُمْ) په معنیٰ ددهوکی سره دی یعنی سبب الدخل، یا دَخَلا په معنیٰ دفاسد (بی کاره) دی اوسبب دنقض دعهد ئی ذکرکړی دی (أَنْ تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَى مِنْ أُمَّةٍ) یعنی مشرکان اوکافرانواوبدعتیانو ته نظراوکړئ نوهغوی ورته مالدارښکاره شی دهغوی امدنی ډیره ووینی نوددنیا دحرص دوجی نه عهددتوحید او طریقه دسنت پریږدی - (إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللَّهُ بِهِ) په دی جملی سره جواب ورکوی چه اللّه تعالٰی مشرکانواوبی دینوخلقوته مالداری او امدنی ډیره ورکوی ځکه چه په دی سره دمؤمنانو ابتلاء او امتحان کوی (تَخْتَلِفُونَ) اشاره ده چه نقض عهد سبب دی دپاره داختلاف -