النحل ۹۱

وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهِ إِذَا عَاهَدْتُمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ

اوپوره کوئ لوظ د اللّه تعالٰی کله چه تاسو لوظ کړی دی او مه ماتوئ قسمونه وروسته دوپوخ والی دهغی نه اویقیناً گرځولی دی تاسو اللّه تعالٰی لره په ځان باندی ‌ذمه وار یقیناً اللّه تعالٰی عالم دی په هغه څه باندی چه کوئ‌ تاسو -

هرکله چه تیرشوی آیت کښی عهد د اللّه تعالٰی ذکرکړی شو نوپه دی آیت کښی ترغیب دی په وفاء دعهد سره اومنع کول دی دنقض عهد نه (وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا) کښی اشاره ده چه د قسم کولو او عهد کولو په وخت کښی د اللّه تعالٰی نوم ذکرکولی شی (وَأَوْفُوا) قرطبی وئیلی دی چه دا معطوف دی په معنیٰ د ماقبل باندی یعنی اللّه تعالٰی تاسوته اوامراو نواهی رالیږلی دی اوامرئی کړی دی په ایفاء د عهدونوباندی (بِعَهْدِ اللَّهِ) دا لفظ عام دی هرهغه عهد ته چه د اللّه تعالٰی او رسول اللّٰه ﷺ سره تړلی شوی دی (چه هغه په قرآن اوحدیث کښی دی) یاپه مینځ دبندگانو کښی عهود او عقود وی دی ټولوته شامل دی - لیکن اول دعهدونونه مراد قرآن اوحدیث باندی عمل کول اوپه توحید او سنت باندی وفا کول دی ددی وجی نه دلته ئی عهداللّه وئیلی دی اوپه عهد کښی لفظ د اشهد وی اوهغه په معنیٰ دیمین (قسم) کښی دی ددی وجی نه الایمان ئی اوئیلو اوبیا ددی عهدونوتاکید په رالیږلودقرآن اودرسول سره شوی دی ددی وجی نه (تَوْكِيدِهَا) ئی اوئیلو اوهرکله چه هردعوی دارد ایمان د اللّه تعالٰی ذمه داری په وخت دعهد کښی ذکرکوی ددی وجی نه (وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ) ئی اوفرمائیل -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل