الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ زِدْنَاهُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوا يُفْسِدُونَ
هغه کسان چه کفرئی کړی دی اومنع کوی خلق د لاری د اللّه تعالٰی نه زیاتی کؤو به دوی لره عذاب نوردپاسه ددوی نه په دی وجه چه دوی فساد کوی -
په تیرشوؤ آیتونوکښی ذکردمعبودینوصالحینو وو چه د اللّه تعالٰی سره شریک کړی شوی وو او تخویف وو عامومشرکانوته، اوپه دی آیت کښی تخویف دی هغه گمراهانوته چه نورخلق ئی گمراه کړی وو (يُفْسِدُونَ) افساد نه مراد نوروخلقوته دگمراهئ دعوت ورکول دی -