وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِمْ مِنْ أَنْفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَى هَؤُلَاءِ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ
اوپه کومه ورځ چه راپورته کړو به په هرامت کښی گواهی کؤونکی په دوی باندی دجنس ددوی نه اورابه ولو تالره گواهی کؤونکی په دی (موجوده) خلقوباندی اونازل کړی مونږپه تاباندی داکتاب تشریح کؤونکی دی دهری ضروری جبری اوهدایت دی اورحمت دی اوزیری دی دپاره دمسلمانانو -
ددی آیت په اوله حصه کښی تخویف اخروی دی په ذکردشهادت دانبیاؤ اودعلماؤ حق پرستو په امتونوباندی اودا شهادت ددعوت اوتبلیغ به وی او داسی په سورة نساء (۴۱) کښی دی اوپه (۸۴) کښی ذکر دعام دی ددی آیت په دوهمه حصه کښی ترغیب دی قرآن ته په ذکردڅلورو صفاتودپاره دبچ کیدلو دعذاب قیامت نه اودارنگ په دی جمله کښی اشاره ده چه دعوت کونکوته اللّه تعالٰی علم دقرآن ورکړی دی نودهغی په باره کښی به ددوی نه تپوس کیږی (تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ) په دی کښی مرادهرهغه څیزونه دی چه ددین باره کښی هغی ته حاجت وی یامراد کل شیء نه په دی سورة کښی ذکرداصولو دنعمتونودی (وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ) معنیٰ داده چه په قرآن سره زړونه دمسلمانانو خوشحالیږی - او مُسْلِمِينَ، هغه دی چه سره دایمان نه اعمال ظاهریه شرعیه باندی پابندی کوی اوعمل په قرآن باندی ښکاره کوی -