وَأَلْقَوْا إِلَى اللَّهِ يَوْمَئِذٍ السَّلَمَ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ
اوپیش به کړی دوی اللّه تعالٰی ته په دغه ورځ دروغی خبری اوروک به شی دوی نه هغه چه دوی څه دروغ جوړول -
په دی آیت کښی هم تخویف دی او د (ضَلَّ عَنْهُمْ) معنیٰ داده چه هیربه شی ددوی نه هغه باطل دلیلونه چه دوی دځان نه جوړول اودوهمه معنیٰ داده چه غائب به شی ددوی نه هغه معبودان چه دوی ورته په دروغه معبودان وئیل، دریمه معنیٰ داده چه زائل به شی ددوی نه ددروغوامیدونه چه دا الٰهه به زمونږسفارش کوی -