وَإِذَا رَأَى الَّذِينَ أَشْرَكُوا شُرَكَاءَهُمْ قَالُوا رَبَّنَا هَؤُلَاءِ شُرَكَاؤُنَا الَّذِينَ كُنَّا نَدْعُو مِنْ دُونِكَ فَأَلْقَوْا إِلَيْهِمُ الْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَاذِبُونَ
اوکوم وخت اووینی مشرکان خلق خپلومعبودانو(باطلو) لره اوبه وائی ای ربه زمونږ داهغه زمونږمعبودان دی کوم چه مونږترینه مدد غوښتلو سیوا ستانه پس هغوی به اغورځوی دوی ته جواب چه یقیناً تاسو دروغژن ئی -
په دی کښی هم تخویف اخروی دی په برائت د الٰهؤ باطله سره دعابدینونه (إِنَّكُمْ لَكَاذِبُونَ) یعنی مونږتاسوته امردخپلی بندگئ نه دی کړی - دا دلیل دی په دی خبره چه دغه معبودان دخپلو عابدانو دحال نه خبرنه دی لکه سورة یونس آیت (۲۹.۲۸) او احقاف ایت (۶.۵) کښی چه ذکردی -