وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ جُلُودِ الْأَنْعَامِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ
او اللّه تعالٰی پیداکړی دی تاسولره د کوټوستاسونه ځای دآرام اوپیداکړی دی تاسولره دڅرمنودڅارؤونه کوټی چه سپک مومئ تاسوهغی لره په ورځ دسفر ستاسو اوپه ورځ ددیره کیدو ستاسو اود وړئ دهغی نه اودپشم د هغی نه اود ویختودهغی نه سامان دکور اود فائدی څیزونه تریووخت پوری -
داهم دلیل عقلی دی په تذکیردنعمتونو دکوټو اود خیمو او وړئ اوپشم او ویښته اودهغی نه جامی اونورسامانونه جوړول (مِنْ بُيُوتِكُمْ) کښی اشاره ده ښارونووالوته (مِنْ جُلُودِ الْأَنْعَامِ بُيُوتًا) کښی اشاره ده بانډو اوصحرااوونوته (مِنْ بُيُوتِكُمْ) لفظ د مِن کښی اشاره ده چه دکوټی په بعضه حصه کښی اوسیدل کیدی شی (تَسْتَخِفُّونَهَا) یعنی کله چه سفرکوئ چه دا خیمی منتقل کول درته آسان وی اوکله چه اقامت کوئ نوخیمی اودرول درته اسان وی -