أَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاءِ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا اللَّهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
آیا دوی نه گوری مارغانوته چه تابع کړی شوی دی په فضا دآسمان کښی نه دی ټینگ کړی دوئ سیوا د اللّه تعالٰی نه هیچ چا یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دی هغه قوم لره چه ایمان لری -
داهم دلیل عقلی دی په ذکردنعمت دمارغانو سره او دارنگ په سورة ملک (۱۹) کښی ذکردی (جَوِّ) په اصل کښی جوف ته وئیلی شی مراد ددی نه فضاء ده په مینځ د آسمان اود ځمکه کښی -