النحل ۷۸

وَاللَّهُ أَخْرَجَكُمْ مِنْ بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

او اللّه تعالٰی راویستلی ئی تاسو دخیټو د میندو ستاسونه چه نه پوهیدلی په هیڅ څیزاوپیدا کړی دی تاسولره غوږونه اوسترگی او زړونه ددی دپاره چه تاسو شکراوکړئ‌ -

ددی آیت نه پنځم باب دی تر (۸۳) پوری په دی کښی څلور عقلی دلیلونه دی (۸۱،۸۰،۷۹،۷۸) په دی کښی تذکیردنعمتونودی چه هغه بدنی قوتونه دی اومارغان او کورونه او خیمی دی اوسوری او غارونه دی اوقمیصونه او زغردی اوبیا تسلی ده (۸۲) کښی اوزجردی په (۸۳) کښی - په دی آیت (۷۸) کښی دلیل عقلی دی په ذکردانعام دپیدائش دانسان اوذکرددریو قوتونو دانسان لره اوهغه دری واړه اسباب دعلم او دشکردی (وَجَعَلَ) دائی جدا ذکرکړو اگرچه دپیدایش سره دا قوتونه موجود وی لیکن دپیدائش نه روستو په دی کښی ترقی پیدا کیږی تربلوغ اوبیادڅلویښت کالوپوری -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل