النحل ۷۷

وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا أَمْرُ السَّاعَةِ إِلَّا كَلَمْحِ الْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

اوخاص اللّه تعالٰی لره دی (علم) دپټوڅیزونو دآسمانونو او دځمکی اونه ده معامله دقیامت دراتلو مگرپه شان درپ‌ دسترگی ده بلکه ددی نه هم ډیره نزدی یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت لری -

په دی آیت کښی تتمه ده دمخکښی مثال اورد دی په شرک فی العلم او شرک فی التصرف باندی اومراد دساعت نه هغه وخت دی چه په هغی کښی ټول خلق به فناکیږی په شپیلئ‌ وهلوسره یا دارنگ دوباره ژوندی کیدل په یوځل سره په دوهمه شپیلئ‌ سره نودهغه وخت مثال ئی ذکرکړی دی درپ دسترگوسره یعنی چه دغه وخت په دومره لږوی لکه رپ دسترگی (أَوْ هُوَ أَقْرَبُ) هرکله چه رپ دسترگی جزء دی دزمانی اوزماني‌ دی نوترقی ئی اوکړه په مثال کښی چه هغه وخت آنی دی زمانی نه دی او لمح البصر خوزمانی ده - اوداسی په سورة قمر (۵۰) کښی شته دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل