وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لَا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلَاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّهْهُ لَا يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَنْ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ
اوبیان کړی دی اللّه تعالٰی مثال ددوو سړویودهغوی نه چاړا دی وس نه لری په هیڅ څیزباندی اوهغه بوج وی په مالک خپل باندی کوم خواته چه توجه ورکوی نو نشی راوړی هیڅ خیرایا برابردی هغه اوهغه څوک چه حکم کوی په انصاف سره اوهغه وی په لارنیغه باندی -
دابل مثال دی دپاره درد په مشرکینو، تفصیل ددی مثال دادی لکه څنگه چه یوتن چاړا وی اوخبری نه شی کولی - په هیڅ څیزباندی ئی وس نه رسیږی یعنی لاس خپی ئی کارنه کوی اودی بوج وی په خپل مالک باندی (اومالک دلره یوخوا بل خوا نقل کوی) اودارنگ دده سنبالول دمولٰی په ذمه باندی وی اوهرڅه چه دهغه نه طلب کوی نوڅه خیراو فائده نه شی ورکولی ځکه چه نه پوهیږی اونه آوری - اوبل کس هغه دی چه امراوحکم کوی او په عدل اونصاف قدرت لری اوپه لارباندی تلی شی داسی لار چه دی مقصد ته رسوی اوتمیزکولی شی دنیغی لاری او د کږی لاری، نودا دواړه هیڅ کله برابر نشی کیدی نودامثال دی دمعبود باطل چه بت دی یاخاوند دقبردی هغه هم خبری نه شی کولی اولاس او خپی ئی کارنه شی کولی اوپه تغسیل او تکفین او نقل کولوکښی ژوندو ته محتاج دی اوکه څه حاجت ترینه طلب کولی شی نوهغه پوره کولی نه شی ځکه چه نه آوری اونه پوهیږی - اومعبود حق چه اللّه تعالٰی دی امرکوونکی دی په انصاف اوقادر دی په هرڅه اوپوره نظام چلوونکی دټول عالم دی - فرق داول مثال او دوهم مثال دادی چه اول په اعتباردنفی تصرف سره دی فقط او دوهم په اعتباردنفی دکلام او دعلم اودسمع دی سره دنفی دقدرت نه -
فائده: هرکله چه فرق ددوهم قسم د جانبینوپه باره کښی ډیرواضح دی ددی وجی نه هل یستوی ئی په مینځ کښی ذکرکړو اوپه اول قسم کښی فرق لږدی نوهلته ئی هل یستوون په آخرکښی ذکر کړی دی -