ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا عَبْدًا مَمْلُوكًا لَا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَمَنْ رَزَقْنَاهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنْفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا هَلْ يَسْتَوُونَ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
بیان کړی دی اللّه تعالٰی مثال بنده مرئی وس نه لری په هیڅ څیزباندی اوهغه څوک چه ورکړی دی مونږ هغه ته دخپل طرف نه رزق ښائسته پس هغه خرچ کوی دهغی نه پټ او ښکاره ایا دوی برابرکیدی شی ټول صفتونه د الوهیت دیواللّه تعالٰی دی بلکه زیات خلق پوهه نه لری -
په آیت کښی مثال دی دپاره د رد په هغه چاچه اللّه تعالٰی مخلوق سره برابروی اواشاره ده دیته چه تاسواللّه تعالٰی لره د خپل ځان نه مثالونه مه پیش کوئ بلکه د اللّه تعالٰی مثال بیانولوته غوږکیږدئ حاصل ددی مثال دادی لکه چه یومرئی وی چه په هیڅ څیزباندی وس نه لری قدرت او تصرف ئی نیشته بغیرداجازت دمولٰی خپل نه اوبل شخص آزاد وی چه هغه ته حلال او فراخ مال ورکړی شوی دی اوهغه دهغی نه په خپل اختیارسره خرچ کوی نودا دواړه برابرنه دی په هیڅ اعتبارسره یعنی مالک او مملوک اومرئی او مولٰی برابرنه دی نوڅه رنگ مشرکان برابرگنړی اللّه تعالٰی لره (هغه اللّه چه مالک اومتصرف دی) دهغه سره چه مملوک د اللّه تعالٰی دی اواختیارمستقل ورسره نیشته که ملائک دی اوکه انسان دی اوکه پیریان دی (مَمْلُوكًا) دا ددی وجی نه ذکرکړو چه عبد خوپه اصل کښی هربنده ته وئیلی شی که آزاد وی اوکه مرئی وی (هَلْ يَسْتَوُونَ) هرکله چه په دی صفت سره مریان او مولاگان ډیردی نوجمع ئی ذکرکړله (الْحَمْدُ لِلَّهِ) دا تفریع ده په وضاحت ددی مثال باندی اواشاره ده چه ټول صفتونه د الوهیت دیو اللّه تعالٰی دپاره دی نودهغه سره هیڅ مخلوق شریک اومشابه نه شی کیدلی -