وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِمَّا خَلَقَ ظِلَالًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنَ الْجِبَالِ أَكْنَانًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِيلَ تَقِيكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِيلَ تَقِيكُمْ بَأْسَكُمْ كَذَلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ
او اللّه تعالٰی جوړکړی دی تاسولره دهغی نه چه پیداکړی دی سوری اوجوړ کړی دی تاسولره د غرونونه غارونه اوپیداکړی دی تاسولره قمیصونه چه ساتی تاسو لره دگرمئ نه اوقمیصونه چه ساتی تاسو په وخت دجنگ کښی دغسی پوره کوی اللّه تعالٰی نعمت خپل په تاسو باندی دی دپاره چه د اللّه تعالٰی توحید اومنئ -
دا دلیل عقلی دی اوپه دی کښی ذکردنعمتونودسورو اود غارونو او قمیصونو او زغرو دی - (مِمَّا خَلَقَ) مراد ددی نه اونی دیوالونه وغیره دی (نِعْمَتَهُ) مراد ددی نه جنس نعمت دی اواتمام غیردی د اختتام نه (لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ) اسلام پوره انقیاد دی ظاهری او باطنی - یعنی منعم علیه باندی عقلاً او نقلاً لازم دی چه د منعم انقیاد اوکړی (تَقِيكُمُ الْحَرَّ) گرمی ئی ذکرکړی ده اویخنی ئی نه ده ذکرکړی ځکه چه هغه وخت کښی مخاطب مکی والاوو اوپه هغوی یخنی نه وه (تَقِيكُمْ بَأْسَكُمْ) دا دلیل دی په دی باندی چه انسان دپاره داستعمال دداسی اسبابوچه دمرگ نه بچ شی جائزدی -