النحل ۷۲

وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ اللَّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ

او اللّه تعالٰی پیدا کړی دی تاسولره ستاسو دجنس نه جوړئ اوپیدا کړی دی تاسولره ستاسو دبیبیانونه ځامن او نوسی اوخوراک ئی درکړی دی ښه پاک څیزونه آیا پس په باطل (معبودانو) باندی ایمان لرئ اود نعمت د اللّه تعالٰی نه انکارکوئ -

په دی کښی هم دلیل عقلی دی په بیان د نعمت د ازواجو اود اولاد سره (مِنْ أَنْفُسِكُمْ) معنیٰ داده چه ستاسو دجنس نه اوپه دی کښی اشاره ده دی خبری ته چه نکاح دانسان دپیریانوسره نه کیږی ځکه چه دجنس مخالفت دی (حَفَدَةً) مراد ددی نه نوسی او خدمتگاران دی ځکه چه خفد په اصل کښی خدمت ته وئیلی کیږی اوپه لفظ دلکم کښی اشاره ده دیته چه اولاد به په نسب کښی دپلار تابع وی (أَفَبِالْبَاطِلِ) مراد ددینه معبودان باطله دی چه مشرکان په هغوی باندی عقیده لری چه ښځی او ځامن اومالونه مونږلره زمونږمعبودانو راکړی دی او اللّه ته نسبت نه کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل