وَاللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِي الرِّزْقِ فَمَا الَّذِينَ فُضِّلُوا بِرَادِّي رِزْقِهِمْ عَلَى مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَاءٌ أَفَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ
او اللّه تعالٰی غوره والی درکړی بعضی ستاسوته په بعضوباندی په خوراک کښی پس نه دی هغه څوک چه غوره کړی شوی دی ورکؤونکی دمال خپل نه مریانو او وینځوته پس چه هغوی ددوی سره برابرشی (په اختیارکښی) آیا پس دنعمت د اللّه تعالٰی نه دوی انکارکوی -
هرکله چه مخکښی ایاتونوکښی درزق څیزونه ذکرکړل نو اوس درزق تفاوت ذکرکوی نو ددی آیت په اول جمله کښی تصریح ده په دی خبره چه نظام د اللّه تعالٰی په طریقه د تفاوت سره دی چه څوک ئی غنی جوړکړی دی اوڅوک ئی فقیراوڅوک آزاد او څوک مرئی اودا رنگ په سورة انعام آیت (۱۶۵) اوسورة زخرف آیت (۳۲) کښی دی اوبیا په دی آیت کښی مثال دی د رد دشرک دپاره دوجی د تفاوت درزق نه اودارنگ ذکردی په سورة روم آیت (۲۸) کښی، حاصل دمثال دادی چه هیچ چیری یو مالک په تاسوکښی خپل مملوک لره دومره مال نه دی ورکړی چه دځان سره ئی په اختیارکښی برابرکړی وی نوڅرنگ وائی مشرکان چه اللّه تعالٰی بعضی بندگانو لره چه هغه د اللّه تعالٰی مملوک دی لکه ملائک او انبیاء او اولیاء دومره اختیارورکړی دی چه دځان سره ئی په تصرف کښی برابرکړی وی اوهغوی هم دخلقو حاجت روائي او مشکل کشائی کوی د اللّه تعالٰی په شان - داد اللّه تعالٰی دنعمتونو نه انکاردی اوپه دی مثال کښی اشاره ده رد دشرک عطائی ته -