وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّاكُمْ وَمِنْكُمْ مَنْ يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْ لَا يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ
او اللّه تعالٰی پیدا کړی ئی تاسو بیا مړه کوی تاسو اوبعضی ستاسونه داسی دی چه اورسولی شی ناکاره عمرته (عاقبت داشی) چه نه پوهیږی روستو دپوهی نه په هیڅ څیزباندی یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی قدرت والادی -
په دی کښی هم دلیل عقلی دی (أَرْذَلِ الْعُمُرِ) ددی نه مراد داسی حال دی چه دانسان قوتونه ناقص شی اوعقل ئی بی کاره شی اوعلم اوپوهه ترینه زائله شی اودی ته هرم هم وائی - اوحدیث صحیح کښی راغلی ده چه اعوذبک من الهرم اوبعضو مفسرینو وئیلی دی چه دا حال په مؤمن باندی نه راځی په دلیل دسورة تین آیت (۶،۵) اودا رنگ دسورة حج په آیت (۵) کښی هم دی (إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ) په دی کښی اشاره ده چه د اللّه تعالٰی په علم کښی هیڅ نقصان نه راځی (قَدِيرٌ) کښی اشاره ده چه خلق اووفات اوبوډا کول دلیلونه دقدرت د اللّه تعالٰی دی -