النحل ۷۳

وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ شَيْئًا وَلَا يَسْتَطِيعُونَ

اوبندگی کوی دوی سیوا د اللّه تعالٰی نه دهغه چاچه نشی ورکولی دوی ته روزی د آسمانونونه او دځمکی نه هیڅ قسم اونه ئی وس رسی -

په دی آیت کښی زجردی په شرک فی العبادت اوپه شرک فی التصرف باندی اودا تفسیردی د تیرشوی آیت چه أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ یعنی په باطل باندی دیقین کولو نښه داده چه دهغوی بندگی کوی سجدی، طوافونه، نذرونه دقبرونوکول اونورافعال شرکیه (لَا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) یعنی باران وَرّوَل اود ځمکی نه بوټی اوفصلونه راویستل دځان دپاره اختیار نه لری (وَلَا يَسْتَطِيعُونَ) دبل چا دپاره دهم وس نه لری - یا دا چه اوس هم اختیارنه لری او آئینده دپاره هم امید نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل