وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ
اوپه زړه کښی واچوله رب ستا توری مچئ ته چه جوړوه ته دغرونونه کورونه اود ونونه اودهغی نه چه داخلق ئی آباده وی -
داهم دلیل عقلی دی په بیان دنعمت دگبین سره اوپه اول آیت کښی ذکردی دمکان جوړولو د نحل دغرونو او ونونه اوهغه غیرمملوک وی اود آبادو دخلقونه، اوهغه مملوک وی اوپه دوهم آیت کښی دجوړیدلو دعسل او راوتلود عسلو ذکرکړی دی اولفظ د (بُطُونِهَا) ظاهراً دلالت کوی چه دالاندی طرف نه را اوځی لیکن صحیح داده چه دهغی د راوتلوطرف معلوم نه دی (فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ) شفا نکره ده په مقام داثبات کښی ده نوعموم نه فائده کوی نومعلومه شوه چه په دی کښی علاج دی دبعضی مرضونو لیکن بعضی سلف صالحینو دحسن نیت په وجه په عموم باندی حمل کړی دی اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه علاج کول دمرضونودپاره جائزدی اودتوکل نه خلاف نه دی (وَأَوْحَى) دلته د ایحاء نه مراد دمچئ په فطرت کښی داعلم پیدا کول دی (ذُلُلًا) په دی کښی اشاره ده مچئ ته واپسی خپل ځای ته اسانه وی لارترینه نه روکیږی (شَرَابٌ ) په دی کښی اشاره چه عسل په طریقه دمشروب استعمالول ډیرفائده مند دی (يَتَفَكَّرُونَ) په دی کښی اشاره ده چه دنحل دگبین نه فائدی اخستل اودهغی نه مختلفی نسخی او دوا جوړول دفکروالو کار دی -