وَمِنْ ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالْأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
اود میؤو د کهجورو او انگورونه جوړه وئ تاسودهغی نه سرکه اوخوراک ښائسته یقیناً په دی کښی شته لوی دلیل هغه قوم لره چه عقل نه کار اخلی -
په دی کښی دلیل عقلی دی او مراد د (سَكَرًا) نه سکرشراب دی لیکن ددی آیت دنزول په وخت کښی خمرنه وؤ حرام کړی شوی یاداده چه مراد د سکرنه عصیردی اوسکرئی ورته په دی وجه وئیلی دی چه دا عصیرڅه وخت پوری باقی پاتی شی نوکله ترینه مسکرجوړشی یامراد د سَکَرَ نه سرکه ده اومراد درزق حَسَن نه ټول دخوراک او د څښکاک څیزونه دی چه جوړیږی ددی دواړونه، اونشه په کښی نه وی اودا آیت په اوله معنیٰ سکرسره دلیل دی چه خمرپه انگورو پوری خاص نه دی بلکه دکجهورونه هم جوړیږی بلکه دنورڅیزونونه هم جوړیږی (وربشی، جوار وغیره) لیکن ددی دوؤ ذکرئی ددی وجی نه اوکړو چه په عرب کښی داډیروو اوهرکله چه ددی څیزونوجوړل عقل غواړی دارنگ دسکر وغیره تعلق دعقل سره دی ددی وجی نه یعقلون ئی په آخرکښی ذکرکړی دی -